اقتصادمهم خبرونه

د پاکستان د سوداګرۍ خونې خبرداری: د افغانستان د لارو تړل ستر مالي زیانونه رامنځته کړي

د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس خبرداری ورکړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو او بندرونو اوږدمهاله تړل د سوداګرو لپاره پراخ مالي زیانونه رامنځته کړي او د دوه اړخیزې او ترانزیټي سوداګرۍ بهیر یې له جدي ګډوډۍ سره مخ کړی دی.

جنید الطاف دا څرګندونې د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د اجرائیه کمېټې په غونډه کې وکړې او ویې ویل چې دا مهال د افغانستان–پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیت پورې اړوند له ۱۲ زرو څخه ډېر کانتینرونه د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي؛ داسې وضعیت چې سوداګر یې د لوړو لګښتونو د ادا کولو مجبور کړي دي.

د دې غونډې د ګډونوالو په وینا، د لارو تړل په ځانګړې توګه د فاسدوېدونکو توکو صادرات زیانمن کړي، د بېکارۍ کچه یې لوړه کړې او هغو ټولنو ته چې د ډیورند کرښې ته نېږدې ژوند کوي او د پوله‌يي سوداګرۍ پر عوایدو متکي دي، جدي ټولنیزې او اقتصادي ستونزې یې رامنځته کړې دي.

سوداګرو همدارنګه ټینګار کړی چې د کانتینرونو ورځنۍ درېدنه د میلیونو ډالرو له منځه تلو لامل ګرځي او په عین وخت کې میلیارده پاکستانۍ روپۍ د بانکي تضمینونو او د کانتینرونو د امنیتي زیرمو په بڼه کنګل پاتې دي.

د غونډې ګډونوالو غوښتنه وکړه چې دا بحران دې د خبرو له لارې حل شي او د دواړو خواوو چارواکو، په ځانګړي ډول د افغانستان د طالبانو ادارې، ته یې غږ وکړ چې د دوه اړخیزې او ترانزیټي سوداګرۍ د بیا پيل لپاره عاجل ګامونه پورته کړي، څو د نورو اقتصادي زیانونو مخه ونیول شي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري شاوخوا درې میاشتې وړاندې د دواړو خواوو ترمنځ د خونړیو نښتو وروسته بنده شوې وه؛ داسې وضعیت چې اغېزې یې لا هم د سوداګرو او د پوله‌يي سیمو د اوسېدونکو پر ژوند سایه غوړولې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button